IQNA

عباس فاموری: د اهل بيتو د كورنۍ د كرامت لسيزه د ښځو د عظمت نخښه ده

20:24 - September 21, 2012
د خبر لمبر: 2416283
ټولنيزه ډله: عباس فاموری ويلی دی چې د كرامت لسيزه مونږ ته د رسالت د كورنۍ لخوا د ښځې د عظمت ښودنه كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له روابطو او اسلامی كلتور سازمان یې نقلوی چې د پاكستان په لاهور ښار كې د كرامت لسيزې په مناسبت سره د هنر ا و كلتور فيسټيوال پيل شوی دی.
رارسيدلی راپورونه وایې د دې فيسټيوال په افتتاحی مراسمو كې د پاكستان د پينجاب صوبې مشهورو شخصيتونو لكه د قانون وزير ښاغلی رانا ثناءالله شركت وكړ وينا والو په خپلو ويناوو چې وويل چې بی بی معصومه سلام الله عليها له مدينه تر طوسه پورې سفر وكړ چې د خپلې زمانې د امام او ورور زيارت وكړی دا د اهل بيتو عليهم السلامو د ښځو د عزم او پخې ارادې څرګنده نخښه ده.
د پينجاب د قانون وزير ښاغلی رانا ثنا الله په خپل خطاب كې د دې فيسټيوال په تر سره كيدا باندې د خوښې څرګندونه كولو سره وويل چې مونږ هم بايد د اهل بيتو ټينګه پيروی وكړو.
1102005
captcha