IQNA

احمدی نژاد: د ناپيلی غورځنګ مشرۍ، لامله د ملګرو ملتونوپه عمومی غونډه كې د ايران د شتون ذمه واری دوه برابره كړی دے

21:24 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417162
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې سږكال نيويارك ته د ايران د ملت د استازی او د ناپيلی غورځنګ د مشر په توګه نيويارك ته سفر كوی، وويل چې د دې غورځنګ مشرۍ د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبله كې د ايران د شتون مسووليت دوه چنده كړی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، محمود احمدی نژاد د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلې په اوومه كلنۍ غونډه كې د ګډون لپاره، نيويارك ته له سفر مخكښې، د تهران په مهرآباد هوايی ډګر كې زياته كړه چې په دې سفر كې به د ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح، د هېوادونو په كچه د سيمه ييزو نښتو رفع كولو لپآره د تماس د ډلې جوړيدو او د تاوتريخوالی پر بنديدو سلامشورې وشی.
د ايران ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلې ته د سفر په اړه د ايران د چارواكو او نظر خاوندانو درې مياشتنيو سلامشورو ته په اشارې سره ټينګار وكړ، هڅه كېږی چې په دې سفر كې د بشری ټولنې پر وړندې د راتلونكې انځور په روښانه توګه وړاندې كړو.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد، د ملتونو خپلواكی او عزت، په نړيوالو مناسبتونو كې د واكمنانو د ګټو خنډ وباله او زياته یې كړه، كه چېرې د پرمختګ په لټه يوو، بايد هڅه وكړو چې پر نړۍ واكمن نظام بدل كړو تر څو نړيوال مناسبتونه اصلاح او عادلانه شی.
1104062

captcha