IQNA

د عربستان په ختیځ ښار كې د امريكې او اسراييل بيرغونه وسوځول شو

20:32 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417164
نړيواله ډله: تيره ورځ د عربستان په ختیځې ښار قطيف كې د اسلام پر ضد جوړ شوی له سپكاوی ډك فيلم په خلاف د ررګونو خلكو لاريون تر سره كړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل راصد یې نقلوی چې د عربستان د ختیځ استوګنو خلكو حكومتی ضد لاريونونه ترسره كړل. زموږ د خبريال د رپوټ له مخې د عربستان په الشرقيه ولايت كې د قطيف د ښار استوګنو خلكو پرون د لاريونونو په كولو سره د آل سعود رژيم سياستونو د غندلو ترڅنګ، د اسلام پر ضد جوړ شوی له سپكاوی ډك فيلم په خلاف یې هم شعارونه وركړل.
د قطيف خلكو د تېرې پنج شنبې په ورځ د دې ښار په واټونو كې په شتون سره د دې هېواد د سياسی فعالينو د نېول كېدو د محكومولو ترڅنګ، د آل سعود په زندانونو كې د سياسی بنديانو د آزادېدو غوښتوونكی شول.
1103352
captcha