د قرانی كلتور ځای مشر، علیاكبر توپچيد ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: له دې پرته چې قرانی ټولنې د پيغمبر(ص) د سپكاوی په نيوكه كښې غونډې ترسره كړی دی او بايد تل داسې غونډې ترسره كړی چې ورسره اعلان وی او دا په خپل ځای د قدر وړ دی، خو مونږ بايد د قرانی كريم د ښې پيژندګلوۍ او د پيغمبر(ص) د ښې څيرې د ښودنې لپاره هڅه وكړو، ځكه چې په دې لړ كښې په نړيواله توګه ډېر كارونه ترسره كيدې شی.
هغوی زياته كړه: مونږ بايد هغه تفكر وښايو چې ټول دينونه د پيغمبرانو لوړ مقام ته په درنه سترګه وګوری او په طريقې هغه عقيدو ته په پام چې په اسلام، عسائيت او يهوديانو كښې دی د پيغمبرانو لوړ مقام په بيله توګه د خپل پيغمبر(ص) په ټولنه كښې بيان او وښايو.
توپچی په اخر كښې وويل: د قرانی ټولنې له خوا د قران د مفاهيمو او د پيغمبر(ص) د سيرت په هكله په نړيواله توګه د تخصصی ناستې ترسره كول، د نړۍ عام تفكر خبرولې شی او د سپكاوی كوونكيو لاسونه د تل لپاره څرګندولې شی.
1103367