د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فارس خبری اژانس یې نقلوی د پاكستان لومړی وزير راجه پرويز اشرف ټينګار وكړ، د سپكاوی كوونكی فلم خپريدا د بيان د آزادۍ په معنا نه بلكې په نړۍ كې د دوه ګوڼوسټنډرونو ښودنه كوی.
د پاكستان لومړی وزير د ټولو مذهبونو او سپیڅلو شخصيتونو ته د احترام په ضرورت په ټينګارسره روښانه كړه د بيان آزادی په دې معنا نه ده چې د سپیڅلی شخصيتونو له سپكاويو د سياسی موخو د ترلاسه كولو لپاره استفاده وشی.
د پاكستان لومړی وزير راجه پرويز اشرف دغه رازوويل اسلام اباد په رسمی ډول د امريكائی ګستاخ فلم په خپريدا اعتراض كړی دی او د پاكستان ولسمشر آصف زرداری به هم ډير زرپه دې باب خپل اعتراض په ملګرو ملتوپه عمومی اسمبلۍ كې وكړی.
د پاكستان لومړی وزير دغه راز وويل د پاكستان حكومت د دغې موضوع د تعقيبولو لپاره د اسلامی ملګرتياؤ موسسې د سملاسی غونډې غوښتنه هم كړې ده.
هغه زياته كړه چې كه د پيغمبر اكرم او نورو پاكو هستيو احترام ونه كړای شی نو په دنيا كې به نور هيچا احترام هم باقی پاتے نشی
http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=13910701000416