د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د ارمېنيا د حواری كليساو د روحانی مركز او د كليسا او الهياتو ترمېنځ د تعلقاتو شورا د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه د يوې بيانیې په خپرولو سره د امريكې د ګستاخانه فېلم جوړول چې د اسلام د مبين دين د پېروكارو د زړۀ ازارۍ او خفګان سبب شوے دے په سختۍ سره وغندل.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: ځينې ګټه لټوونكی له دين او دينی عقائدو څخه اوزاری استفاده كوی او د خپلو ګټو په بنياد د دينی مقدساتو په خلاف دسيسې كوی او دغه موضوع د مختلفو دينونو د پېروكارو ترمېنځ د تفاهم له منځه تللو، د سولې او ارامښت او د ګډ سوله ايز ژوند د نيشوالی سبب كیږی او مونږ دا ناوړه او شرمناك عمل په سختۍ سره غندو.
د ويلو ده چې د ارمېنيا د اچميادزين ښار د ارمنی كليسا روحانی مركز د ټولې دنيا د ارمنيانو د عالمانو مشری په غاړه لری.
1104247