IQNA

د لبنان دينی عالمانو د ګستاخانه امريكائی فېلم د جوړونكو د سزا غوښتنه وكړه

21:24 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417180
سياسی ډله: د لبنان د علماؤ ټولنې د امريكې له حكومت څخه وغوښتل چې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خپرولو د عاملانو د سزا كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د لبنان يو شمېر دينی عالمانو د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه د دغه هېواد په پائېتخت بېروت كښې غونډه وكړه او د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خپرولو د عاملانو د سزا كولو غوښتنه یې وكړه.
په دغه غونډه كښې دينی عالمانو او پوهانو په اتفاق سره څرګنده كړه: د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك د ډك فېلم جوړوونكو د مختلفودينونو ترمېنځ د فتنې د رامنځته كولو، دمسلمانانو د جذباتواو احساساتو د زخمی كولو په هدف سره د دغه ناوړه فېلم د جوړولو اقدام كړے دے. په دې بنياد پكار دی سزا ورته وركړې شی او ددې چارې وړومبنی مسئولان هم امريكائی چارواكی دی چې پكار دی زر ترزره په اړه جدی اقدامات وكړی.
دينی علماو له عرب اتحادیې او داسلامی تعاون له تنظيم څخه وغوښتل چې د ګستاخانه فېلم د جوړونكو د نۀ سزا كولو په صورت كښې پكار دی له امريكې سره د هر ډول تعلقات پرې كړی.
همدارنګ د لبنان د عيسائيانو استازی بوتروس هارپ هم وويل چې كه د دغه ګستاخانه فېلم د جوړوونكو د سزا كولو لپاره عدالت جوړ شی نو زۀ به هم پكښې ګډون كوم، ځكه چې د دغه فېلم مقصد يوازې د اسلام د دين توهين نه دے بلكې د ټولو اسمانی دينونو په شان كښې توهين دے.
1103293
captcha