د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د شيعه علماؤ د كونسل عمومی سېكتر علامه عارف حسېن واحدی اعلان وكړ: دغه احتجاجی مظاهرې د دغه ګوند د مشر او د پاكستان د شيعه ؤ د رهبر علامه سيد ساجدعلی نقوی په سرپرستۍ كښې پرون د جمعې په ورځ د وږی د مياشتې په ٣١ نېټه ترسره شوې.
هغۀ وويل: په دغو مظاهرو كښې شيعه عالمانو د له ملګرو ملتو او د اسلامی تعاون له تنظيم څخه غوښتنه وكړه چې په دې مسئله باندې دې په جدی توګه غور وكړی او د دا ډول واقعاتو له راڅرګندېدو څخه د مخنيوی لپاره د بينادی اقدامات وكړی.
د شيعه علماو د كونسل عمومی سېكتر وويل: د پاكستان د شيعه علماؤ مشر علامه ساجد علی نقوی په كراچۍ ښار كښې د امريكې د كنسولګرۍ مخې ته په مظاهره كوونكو باندې د پوليسو د ډزو په سختۍ سره غندنه وكړه او په دې اړه یې د حقائقود څرګندېدو لپاره د تحقيقاتو غوښتنه كړې ده.
عارف حسېن واحدی په دغه هېواد كښې د شيعه مسلمانانو د حالت په باره كښې وويل: په اوس حال كښې په دغه هېواد كښې شيعه د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو لخوا په پټو دسيسو سره هدف ګرځی.
1103656