د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د صوت العراق د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه سيمينار په عراق كښې د شيعه مسلمانانو د مرجع ايت الله العظمی سيد علی سيستانی د نمائنده علامه سيد مرتضی كشميری په شتون سره د مالمو ښار په امام منتظر (ع) موسسه كښې شروع شو.
دغه سيمينار نن د ځای وخت مطابق سهار يولس بجې شروع شو او پكښې د يورپ د اسلامی مركزونو عالمان، استاذان او ځوانان ګډون كوی.
دغه سيمينار به دوه ورځې دوام ومومی او د سيمينار څارونكے علامه سيد مرتضی كشميری او د له پېرس څخه د شېخ مرتضی الخليق، شېخ صفدر اميرعلی، سيد محمد الموسوی او سيداكرم الحكيم په شان عالمان ګډون او وېناګانې كوی.
د دغه رپوټ له مخې يو بل سيمينار د ((د ولايت ځوانان)) تر عنوان لاندې د ډنمارك په پائېتخت كوپنهېګن كښې كیږی چې په هغې كښې هم علامه كشميری ګډون كوی.
1103628