د «ISESCO»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې د اسلامی مقدساتو سپكاوی د نړۍ د مسلمانانو احساسات خوږمنوی او د رسندوی اصولو او اخلاقو، د رسنيو په څانګه كښې د بين المللی قوانينو، د ملګرو ملتو لخوا د ينونو د سپكاوی سره د مقابلې د پريكړه ليك، د بشری حقوقو او فردی او ډله ايزو آزاديو ته د احترام د بين المللی موافقو او همداراز د مختلفو دينونو د ګډ سوله ايز ژوند پرخلاف دی.
«ISESCO» همداشان په ټوله اسلامی نړۍ كښې د ملی او سيمه ايزو ورځپاڼه ليكونكو يا جرنلسټانو له اتحاديو نه وغوښتل چې د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو د خبرنګارانو د اتحادئې د جوړولو په هكله د اسلامی هيوادونو د اطلاعاتو د وزيرانو د نهم كانفرنس د پريكړه ليك د فعالولو لپاره چې اجرا كول ئې د دغه سازمان د ستر سيكتر په غاړه دی، په نشرياتو كښې د اسلام د سپكاوی سره د مقابلې په موخه اقدام وكړی. 1103782