IQNA

د مسلمانانو په مظاهرو كښې د امريكې او فرانسې د اسلام سره دښمنۍ ته د اسلامی نړۍ پراخ غبرګون

23:47 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417223
بين المللی ډله: د اسلامی نړۍ د مختلفو برخو مسلمانانو پرون د ((قهر د جمعې)) په نامه مظاهرو په ترسره كولو سره په چارلی هبدو نومې فرانسوۍ اونيزه كښې د پيغمبراكرم(ص) په باب د سپك كارټون خپريدل او د اسلام پرخلاف ګستاخانه فلم جوړيدل وغندل.
د الشروق آنلاين ورځپاڼې د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د غه مظاهرې چې په اسلامی نړۍ كښې له تيرې اونۍ نه پيل شوې دی پرون هم د مسلمانانو په پراخ ګډون او شتون سره د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د مقدس ساحت په نسبت د خپل ارادت او مينې د څرګندولو او د امريكې او فرانسې د اسلام دښمنۍ د غندلو په موخه په مختلفو هيوادونو كښې ترسره شوې.
له ټولو نه سختې مظاهرې په پاكستان كښې ترسره شوې چې د امنيتی ځواكونو په دخالت سره په شخړې او نښتې بدلې شوې او له امله ئې ٢٣تنه وژل شوی او په سل هاؤ زخمی شول.
مظاهره چيان په پلازمينه اسلام آباد كښې د فرانسې د سفارتخانې تر نژديو پورې ورسيدل او د امريكې سفارتخانې ته د رسيدو اراده ئې هم درلودله چې د امنيتی ځواكونو د ممانعت سره مخامخ شول.
د پاكستان وزيراعظم راجاپرويزاشرف دغو مظاهرو ته په غبرګون كښې تاكيد وكړ: پاكستان به د دينونو د سپكاوی مسئله په نيويارك كښې د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې په راتلونكې غونډه كښې مطرح كړی.
راجا پرويز اشرف چې په اسلام آباد كښې ئې ((د پيغمبر(ص) سره د مينې ورځ)) په عنوان سره يو كانفرنس كښې خبرې كولې ووئيل: د بيان آزادی د دينی اعتقاداتو د سپكاوی او د دينی كركې د حس د رامينځته كولو لپاره يوه توجيه او پلمه نشی ګرځيدلې.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت هم پرون د امريكې لخوا د اسلام سره د دښمنۍ په اعتراض كښې د دغه هيواد شاذدافير راوبالۀ او د پيغمبراكرم(ص) په نسبت د ګستاخانه فلم د فوری بندولو غوښتنه ئې وكړه.
په همدې لړ كښې د افغانستان پلازمينه كابل ښار هم پرون د جمعې د لمانځه نه پس د پراخو مظاهرو ډګر وو چې د كابل د پوليسو د رئيس ايوب سالنګی په وينا دغه مظاهرې په بشپړه سوله ايزه توګه ترسره شوې.
د ملائيشيا مسلمانانو هم د دغه هيواد په پلازمينه كوالالمپور كښې د امريكې لخوا د اسلام سره دښمنی وغندله او د دغه هيواد وزيراعظم نجيب رزاق د سپكاوی نه ډك امريكائی-صهيونسټی فلم په غندلو سره مسلمانان آرامښت او زغم ته راوبلل.
همداشان د انډونيشيا مسلمانانو هم د امريكې او فرانسې د كونسلیټونو مخې ته په مظاهرو كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) په هكله د سپك فلم او كارټون خپرول وغندل.
اخوا په مسجدالاقصی كښې هم د صهيونسټی رژيم د امنيتی ځواكونو د پراخ شتون باوجود پراخې مظاهرې وشوې او فلسطينی لمونځ كونكو د اسرائيلو، امريكې او د دغه هيواد د جمهوررئيس باراك اوباما پرخلاف شعارونه وركړل.
د عراق په مختلفو ښارونو كښې هم ورته مظاهرې وشوې او د امريكې او اسرائيلو بيرغونه وسوزول شول. 1103701

captcha