د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی زياته كړه په افغانستان كې د شوروی له ماتې وروسته امريكا په دې خيال كې شوه چې اوس د نړۍ يواځنئ ځواك دے چې له همدې امله ېې په افغانستان، عراق، لبنان او مينځينی ختیځ سيمو كې د جګړو اور بل كړ.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی په ډاګه كړه ايران تل د امريكې په وړاندې ولاړ دے او د هغو لومړنيو هيوادو له ډلې دے چې د عراق له نيواك سره ېې مخالفت وكړ او لا تر اوسه هم د خپلې خبرې په سر ولاړ دے.
د ويلو ده نن په تهران كې د نړۍ د ۳۵ هيوادونو د اسلامی راديو تلويزيونو كابو ۲۸۰ ميليمانه د يوې دری ورځنۍ غونډې لپاره راټول شوی چې شعار ېې دے ((د مقاومت رسنۍ د برياليتوب تر پړاوه د اسلامی ویښتيا دوام))
1105064