IQNA

په كربلای معلا باندې د حضرت امام حسين(ع) د نوی ضريح د انتقال او لګولو طريقه تشريح كیږی

19:59 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418026
ټولنيزه ډله: په كربلای معلا باندې د حضرت امام حسين(ع) د نوی ضريح په انتقال او لګولو پورې د اړوندو پروګرامونو په انتقال او نصبولو پورې د اړوندو پروګرامونو د تشريح كولو خبری ناسته سبا د عتباتو عالياتو د بيارغاونې د كمیټې د رئيس په شتون سره تشريح كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د حضرت امام حسين عليه السلام د پاك حرم د نوی ضريح د جوړيدو د كار ختميدو ته په پام سره سبا د تلې په دريمه نیټه د عتباتو عالياتو د بيارغاونې د كمیټې رئيس حسن پلارك د خبريالانو په ټول كښې د حضرت امام حسين عليه السلام په پاك حرم باندې د نوی ضريح د لګولو او د هغې د مخ كتنې مراحل تشريح كوی.
دغه خبری ناسته سبا سهار ٩:٣٠بجې ترسره كیږی.
د وئيلو ده چې دغه پاك ضريح به د محرم په ورځو كښې د ايران د ټاكل شويو ښارونو څخه په تيريدو سره كربلای معلی ته منتقل شی او په يولړ مراسمو كښې به د زوړ ضريح پرځائې ولګی او د دغه نوی ضريح د جوړيدو ټول لګښتونه د خلكو په نذرونو او هديو سره برابر شوی دی. 1104796
captcha