IQNA

د پيغمبراكرم(ص) په شان كښې د ګستاخانه فلم د جوړولو پرخلاف د برازيل د مسلمانانو لاريون

19:59 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418029
سياسی ډله: د برازيل د ساؤ پاؤلو ښار مسلمانانو د حضرت پيغمبراكرم(ص) په نسبت د ګستاخانه فلم د جوړولو او خپرولو پرخلاف د محمدرسول الله(ص) نومی جومات له مخې نه د دغه ښار تر مركزه پورې لاريون وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د امريكائی څانګې د رپورټ له مخې: دغه لاريون د دينی عالمانو او پوهانو، د يوه ډله عيسائی عالمانو او د دغه ښار د ګڼ شمير مسلمانانو په شتون سره ترسره شو.
په دغه اعتراضی لاريون كښې د دغه ښار د محمدرسول الله(ص) جومات مشر سيدبلال جمعه څرګنده كړه: د دغه فلم د جوړولو او خپرولو عاملان په ټوله نړۍ كښې د مختلفو دينونو د منونكو ترمينځ د اختلاف د رامينځته كولو په لټه كښې دی.
د دغو مظاهرو په دوام كښې د دغه جومات امام جماعت شيخ حسن برجی وړمه ورځ څرګنده كړه: دغه اعتراضی مظاهرې په بشپړ آرامښت او نظم سره ترسره شوې خو په خواشينۍ سره په دغه امريكائی ګستاخانه فلم په جوړولو باندې د ځينو اسلامی هيوادونو معترض مسلمانان د خپلو هيوادونو د پوليسو په لاس ووژل شول.
همداشان د د غه هيواد شيعه او سنی مسلمانانو پخپلو منځو كښې د لازيات اتحاد او پيوستون د ښودلو په موخه په دغه جومات كښې د سورئې د سنی عالم شيخ محمدمغرقی په امامت د جمعې لمونځ ترسره كړ. 1105072
captcha