د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې د آذربايجان جمهوريت د اعتقاداتو او ضمير د دفاع او آزادۍ مركز رئيس حاج القار ابراهيم اغلو د دغه هيواد د يو تكړه قاری لخوا د قرآن پاك د څو مباركو آيتونو له تلاوته وروسته څرګنده كړه: لويدیځ د اسلامی نړۍ او د مسلمانانو مخالف دے او د اسلام او مسلمانانو پرخلاف په معنوی ټرورونو او وژلو لاس پورې كوی.
ابراهيم اوغلو د اسلام سره د ځينو لويدیځو هيوادونو ناخوښ برخورد د اسلامی ټولنو له پرمختګ او پراختيا څخه د هغوی ويره وبلله او وئې وئيل: اسلامی هيوادونه به تر ٢٠٥٠كاله پورې د نړۍ په توانمنو او مطرحو هيوادونو باندې بدل شی په داسې حال كښې چې لويدیځه نړۍ د ټولنيزو ستونزو او د كورنۍ له مسائلو سره لاس او ګريوان ده.
دغه غونډه د ٣٠٠تنه آذری مسلمانانو په ګډون سره د آذربايجان جمهوريت د اعتقاداتو او ضمير د دفاع او آزادۍ د مركز لخوا د امريكائی سپك او ګستاخانه فلم په جوړيدو او خپريدو باندې په اعتراض كښې پرون د دغه هيواد په پلازمينه باكو ښار كښې ترسره شوه. 1104983