IQNA

د مقدساتو د توهين د غندلو لپاره د ايرانی ځوانانو اخباری كانفرنس جوړیږی

22:21 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418056
نړيواله ډله: د مقدساتو د اهانت د غندلو په غرض سره د سنی، شيعه او مسيحی ځوانانو ګډ اخباری كانفرنس سبا د تلې د مياشتې په دريمه نېټه په تهران كښې د امت واحده نړيوالې اتحادیې په دفتر كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) امت واحده نړيوالې اتحادیې د عموممې روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، دغه اخباری كانفرنس به ماسپښين درې بجې د تهران په وليعصر سړك د رشت په واټن كښې د امت واحده د نړيوالې اتحادیې په دفتر كښې جوړیږی.
په دغه كانفرنس كښې به ځينې بهرنی عالمان هم د وېډيو كانفرنس په شكل كښې ګډون وكړی او په دوام كښې به د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې دګستاخانه په باره كښې د دغې اتحادیې د اقداماتو نور عنوانونه اعلان كړی.
دغې اتحادیې تاكيد وكړ: تر ټولو غوره ځواب چې پكار دی داسلام دښمنان ته وركړې شی دا دے پكار دی مونږ دا ښودنه وكړو چې مونږ په يو صف كښې د دوی په مقابل كښې ولاړ يو او جزوی اختلافات زمونږ د جدائۍ او د اسلام د ګډو دښمنانو د هېرولو سبب نۀ جوړیږی.
1105177
captcha