د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د حج او زياراتود تنظم عارضی مشر الياس خوان اف پرون د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه د دغه تنظيم د جوړېدو او فعاليت د لسمې كليزې په مناسبت اعلان وكړ، د شېمرنو له مخې دغه شمېر زائران د دغه هېواد د حج او زياراتو د تنظيم په ملګرتيا او غږملتيا سره له ٨١ هجری نمريز كال څخه د مكې مكرمې او مدينې منورې او نورو مقدسو زيارتونو لپاره لېږل شوی دی.
د حج د تنظيم عارضی مشر وويل: دغه تنظيم د حكومت په مرستې او ملاتړ سره افتتاح شوے دے چې د خپل مسئوليت او دندې په ترسره كولو كښې چې د حج د چارو هم هغه چلول، د وحی ټاټوبی ته د زائرينو لېږل او د هغوی لپاره د مناسبو امكانانو او اسانتياو برابرول دی موقعيت یې د حكومتی ادارو او دينی تنظيمو په همكارۍ سره برابر شو.
هغۀ زياته كړه: همدا اوس د غه حكومتی تنظيم له حج سره د متعلقو چارو په ترسره كولو ښكې د روس له اسلامی تنظيمونو سره له غږملتيا نه علاوه د داغستان، تاتارستان، چيچنيا او اېنګوشتيا د جمهوريتونو د مسلمانانو په چارو باندې د غور كولو لپاره له دينی ادارو سره همكاری كوی.
1104865