IQNA

د پردې د ممنوعيت په حقله د ملی محاذ ګوند د مشرې په څرګندونو باندې د فرانس د دينی مشرانو نيوكه

22:22 - September 23, 2012
د خبر لمبر: 2418061
نړيواله ډله: په فرانس كښې د ښی پاله افراطی ګوند مشره مارين لوپن په مغرب كښې د اسلام دښمنۍ د څپې په دوام كښې وړمه ورځ د وږی دمياشتې په ٣١ نېټه په عامه ځايونو كښې اسلامی پردې او ستر د استعمال د منعې غوښتونكې شو ه چې د هغې دغه غوښتنه د دغه هېواد د دينی مشرانو له سختې نيوكې سره مخامخه شوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په فرانسوی مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډكو كاټونونو په خلاف د مسلمانانو له پراخو احتجاجونو سره په يو وخت د اسلامی پردې د استعمال د منعې په اړه د مارين لوپن وېنا د فرانسې د دينی مشرانو او سياستوالو له سختو نيوكو سره مخامخه شوه.

لوپن له لومنډ فرانسوی ورځپاڼې سره په مركه كښې وويل: پكار دی په دوكانونو، ماركیټونو، بسونو او ګاډو كښې او همدارنګ په بازارونواو سړكونو كښې له اسلامی حجاب او ستر څخه استفاده منعې اعلان شی.

هغې همدارنګ وويل: چې هر كله په فرانس كښې په عامه ځايونو كښې له نقاب او پړونی او څادر استعمال منعې شوې دے نو پكار دی چې د يهوديانو مخصوصه ټوپۍ (كيپا) هم منعې كړې شی.

دغې فرانسوی سياستوالې په ٢٠١٠ كال كښې هم په سړكونو كښې د مسلمانانو د نمانځۀ جوړول د نازيانو غاصبانو سره تشبيه كړی وو.

د فرانسې دينی سياستوالو او رهبرانو وويل لوپن غواړی چې د فرانس په سړكونو او بازارونو كښې د دين نوم هم نۀ وی او د فرانس حكومت په يو استبدادی رژيم باندې بدل كړی.

د فرنس هېواد چې له شپږو ميليونو نه زيات مسلمانان پكښې ژوند كوی له ٢٠٠٤ كال څخه په تعليمی ادارو او سركاری موسسو كښې له پردې او ستر څخه استفاده منعې اعلان كړې ده چې له دې وروسته ځينو نورو يورپی هېوادونو هم پرده او ستر ممنوع اعلان كړی.

1104075
captcha