IQNA

د امام خمينی (رح) د سوره حمد تفسير له الكوثر نړيوال چېنل څخه خپریږی

22:31 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418899
نړيواله ډله: د امام خمينی (رح) د سورۀ حمد تفسير له الكوثر نړيوال چېنل څخه د ((حمدالعارفين)) په عنوان سره د خپرېدو په حال كښې دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الكوثر نړيوال چېنل د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، دغه پروګرام د دغه چېنل دمعارف ډلې په اهتمام او د ((اصيل اسلام)) نومې كلتوری موسسې په ملګرتيا سره برابر كړے شوے دے او په پينځو درسونو او نيمې ګېڼې په يولسو برخو كښې جوړ شوے او خپرېدو په حال كښې دے.
په دغه پروګرام كښې كوشش شوے دے د مېنځنی ختیځ د سيمې او اسلامی هېوادونو وروستيو بدلونونوته په پام او د ايران داسلامی انقلاب د بانی حضرت امام خمينی (رح) لارښوونو ته په پام سره د اسلامی بېدارۍ او انقلابی غورځنګونو په حقله هم څېړنه وشی.
د دغه پروګرام مقصد د عربو مخاطبانو لپاره په مناسب كېفيت او ترجمې سره د امام خمينی (رح) قرانی شخصيت معرفی كړی چې څرګنده نمونه یې د ارزښتناك تفسير په شكل كښې له هغوی څخه په يادګار پاتې ده.
1104767
captcha