IQNA

له اسرائيلو سره مقابله د اسلامی رسنيو يوه مهمه ذمه واری

22:29 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418900
نړيواله ډله: اسلامی رسنې پكار دی په اوسنۍ زمانه كښې د اسلامی نړۍ د اوسنيو مسائلو په تېره بيا د كېنسر غدې په توګه له اسرائيلو سره دمقابلې لپاره مناسبې لارې چارې وړاندې كړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د كويت د ((الكوت)) سپوږمكيز چېنل ډائرېكټر باسل دشتی نن سهار د تلې د مياشتې په دريمه نېټه د ايران د اسلامی جمهوريت د رېډيو او ټيلی ويژن د ادارې د غونډو په مركز كښې د اسلامی رېډيوګانواو ټيلی ويژنونو د اتحادیې د عمومی اسمبلۍ په شپږمه غونډه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل. بې له شكه په دې غونډه كښې پكار دی اسلامی بېدارۍ ته چې امام خمينی (رح) یې بانی ؤ زياته پاملرنه وشی او پكار نه دی چې له دغې مسئلې څخه غفلت وكړی.
هغۀ وويل: مونږ ټول داګروهنه لرو د ايران د اسلامی انقلاب ، د هغۀ د بانی او دغه انقلاب ته دوام وركوونكی معظم رهبر خضرت امام خامنه ای احسانمن يو او پكار نه دی چې له دغو مهمو لاسته راوړنو په تېره بيا د فلسطين له مسئلې څخه له ملاتړ نه غافل شو.
هغۀ زياته كړه: پكار دی مونږ هېر نه كړو چې ايران د اسلامی انقلاب له كاميابۍ نه پس د اسرائيلو سفارتخانه د فلسطين په سفارتخانه باندې بدله كړه او د عراق د بعث رژيم لخوا په ايران باندې په تپلی جنګ كښې له صدام څخه د ځينو فلسطينی ډلو د مشرانو د ملاتړ باوجود هم هغه شان د فلسطين د ملت او د هغوی د حقوقو حامی ؤ.
هغۀ په اخېر كښې وويل: اسلامی رسنې پكار دی په اوسنۍ زمانه كښې د اسلامی نړۍ د اوسنيو مسائلو په تېره بيا د كېنسر غدې په توګه له اسرائيلو سره دمقابلې لپاره مناسبې لارې چارې وړاندې كړی.
1105962
captcha