د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقې د څانګې د رپوټ له مخې پر دغه مظاهره كښې چې وړمه ورځ د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه سهار جوړه شوه په زرګونو مسلمانانو ګډون وكړ.
په دغو مظاهرو كښې احتجاج كوونكو د لبېك يا رسول الله چغو سره د خپل اعتراض څرګندونه وكړه.
همدارنګ د نائجېريه د اسلامی حركت مشر شېخ ابراهيم زكزكی د يوې بيانیې په جاری كولو سره د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د فېلم جوړول او د كارټونونو خپرېدو وغندل.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: پكار نۀ دی چې نړيوال استكبار چې په سر كښې یې امريكا ده د خداے دګران رسول (ص) او د مسلمانانو د مقدساتو توهين كوی او مسلمانان دې په جومات كښې ناست وی دعاګانې دې كوی بلكې پكار دی د نړۍ مسلمانان په پوره قوت سره د دغو سازشونو او دسيسو په وړاندې اودریږی.
1105489