د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې په دغه غونډه كښې د منظر عباس شفيعی ، محمد وسيم، محمد ريحان رضا، محسن عباس، فېروز عالم او محمد شبير په شان دينی عالمانو او پوهانو او ګڼ شمېر مسلمانانو د اسلام په خلاف د امريكې او اسرائيلو سازشونه وغندل.
دغه غونډه د دغه ښار د نامتو قاری محمد ريحان رضا لخوا د قران شريف په تلاوت سره شروع شوه.
دغونډې په دوام كښې د دغه ښار يو نامتو دينی عالم حجت الاسلام موسی رضا وويل: خداے پاك د سورۀ بقرې په ١٢٠ مبارك ايت كښې فرمائی:وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْیَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِی جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِیٍّ وَلاَ نَصِيرٍ؛
يهوديان او عيسائيان به هیڅكله له تا نه راضی نه شی مګر دا چې د هغوی د دين پېروی وكړې،ووايه په حقيقت كښې هدايت يوازې خداے لره دے چې حقيقی هدايت دے او كله چې له هغه علم نه پس چې تا ته حاصل شو بيا د هغوی له هوسونو څخه پېروی وكړې نود خداے په نزد به څوك سرپرست او مددګار ونۀ لرې.))
چې په دې مبارك ايت كښې خداے پاك له يهودو او نصاراؤ سره د تعلق د پرې كولو حكم كړے ے په داسې حال كښې چې نن مسلمانان په تېره بيا مسلمانانو واكمنان له دغو دواړ قومونو سره دوستی او په زياترو كارونو كښې ورسره ملګرتيا كوی.
1104518