IQNA

د امريكائی ګستاخانه فېلم په خلاف د لبنان د هرمل د شيعه مسلمانانو مظاهرې

20:48 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418905
نړيواله ډله: د لبنان د البقاع صوبې د هرمل ښار شيعه مسلمانانو د امريكائی ګستاخانه فېلم په خلاف د مظاهرو لپاره د سيد حسن نصرالله د بلنې په ځواب كښې پرون د تلې د مياشتې په دويمه نېټه احتجاجی مظاهرې وكړې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lorientlejour د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان په ختیځ كښې د هرمل ښار په زرګونو شيعه مسلمانانو پرون د تلې د مياشتې په دويمه نېټه د دې هفتې په پينځمو مظاهرو كښې د لبنان د حزب الله پلويانو ګډون وكړ او مړه دې وی امريكا، مړ دې وی اسرائيل او اسرائيل د مسلمانانو دښمن دے په شان نعرو په وركولو سره د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خپرېدو باندې اختجاج وكړ.
په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو په لاسو كښې د حزب الله د بېرغونو او قرانی نسخو په اوچتولو سره د خداے د ګران رسول (ص) له حېثيت او شان څخه د دفاع په ترڅ كښې د امريكې او صهيونېسټ رژيم له اسلام دښمنو سياستونو څخه د خپلې كركې او نفرت څرګندونه وكړه.
همدارنګ د لبنان د خلقو مختلفو طبقو او ډلو وړمه ورځ د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه په ګستاخانه فېلم باندې په اعتراض كښې د دغه هېواد په بنت جبېل ښار كښې د مظاهرو په جوړولو سره د ((لبېك يا رسول الله)) چغې ووهلې.
1105705
captcha