د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: محموداحمدی نژاد بیګا ماښام په امريكا كښې د استوګنو ايرانيانو په كتنه كښې د دې ټكی په بيانولو سره چې د تاريخ په اوږدو كښې او په مختلفو پړاؤنو كښې ګڼ شمير ولسونه وځليدل خو يوازې د ايران ولس دے چې له پخوا نه تراوسه پورې تل ځلیږی او همدغه شان كامياب به پاتې شی، ووئيل: د ايران د ولس كلتور او هڅوب په ځان كښې ټول تل پاتی عناصر لری او دا الهی سنت دے چې هرڅه چې د بشريت لپاره ګټه ور وی، هغه تل پاتې كړی.
جمهوررئيس دې ته په اشارې سره چې د ايرانی كلتور او تمدن ترټولو مهمه ځانګړتيا داده چې انسان مدارا دے، زياته كړه: د ايران د ولس آداب، رسوم او تفكر تل د انسان لپاره او د انسان د ودې او ترقۍ په خدمت كښې وو او دی.
احمدی نژاد په پائې كښې له ټولو ايرانيانو نه وغوښتل چې خپلې ايرانی فرهنګی ځانګړتياوې په ځان كښې وساتی او وده دې ورته وركړی او هرځائې كښې چې وی د ايرانی كلتور د ترويجولو لپاره دې غوره سفيران وګرځی. 1105702