IQNA

د ٢٠١٣كال د آسكر ايوارډ د بائيكاټولو غوښتنه

22:03 - September 24, 2012
د خبر لمبر: 2418947
د هنر ډله: د ايران د سينيمائی سازمان رئيس د ٢٠١٣ كال په آسكر كښې د ايران د سينما د نماينده د انتخابولو د هيئت غړو او د «يه حبه قند» نومی فلم كاروكونكو ته په يو پيغام كښې د آسكر د بائيكاټولو غوښتنه وكړه.
د سينمائی سازمان د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری(ايكنا) د رپورټ له مخې: د سينمائی سازمان د رئيس شمقدری د پيغام متن په دا ډول دے:
د هغه خدای(ج) په نامه چې الهی رسولان غوره كوی
د ٢٠١٣كال په آسكر كښې د ايران د سينما د نماينده د انتخابونكی هيئت محترمو غړيو او د غوره شوی فلم ډاېريكټر او پروډيوسر صيب: د ٢٠١٣كال په آسكر ايوارډ كښې د ايران د سينما د نماينده د انتخابونكی هيئت د ماهرانه غونډو له ترسره كولو څخه د مننې په ترڅ كښې او د ايران د سينما كامياب فلم جوړونكی ښاغلی سيدرضا ميركريمی ته د مباركۍ په وئيلو سره چې د هغۀ «يه حبه قند» نومی فلم وكړې شول د ٢٠١٣كال په آسكر كښې د شتون لپاره د سينمائی ماهرانو د پلاوی نظر جلب كړی.
مونږ وړانديز كوو چې ترڅو پورې چې د آسكر اكیډمۍ كاركونكی او چلونكی د پيغمبر عظيم الشأن او آخر الزمان حضرت محمد صلی اله علی و آله و سلم د قدسی او ملكوتی ساحت او شخصيت په هكله د ګستاخانه فلم د جوړونكو په هكله له ځانه كوم غبرګون ونه ښئی، د نړۍ د يونيم ميليارډ مسلمانانو بلكې د نړۍ د اوه نيم ميليارډ پتيالو انسانانو د زخمی او زوريدلو زړونو سره د يوزړۀ توب او ملګرتيا په توګه دې په دغه سينمائی فنكشن كښې د ايران د سينما له ګډون كولو څخه ډډه وشی. د وئيلو ده د آسكر ٢٠١٣ بائيكاټ ترهغه وخته دے ترڅو پورې چې دغه اكیډمی د دغه سپك او ګستاخانه فلم په نسبت مناسب غبرګون ونښئی او ځان د دغه فلم له جوړونكو څخه مبرا نكړی. 1105768

captcha