IQNA

احمدی نژاد: په دنيا واكمن نظام د ټولو ستونزو سبب دے

21:18 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419684
سياسی ډله: د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد د ايران د سوله ايزو ایټمی فعاليتونو په ضد د لويدیځ له خوا د مطرح شويو ادعاګانو په باب هم وويل د ايران د دښمنانو قانع كول حد او پوله نه لری.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد ایټمی موضوع يو ه سياسی مسئله وبلله.
ډاكټر احمد ی نژاد هم دا راز زياته كړه په ټول كې تهران هر كال په ایټمی فعاليتونو كې د ریډيو درملو د توليد لپاره درې ميليون ډالر لګوی، خو امريكا دخپلو ایټم بمونو لپاره په كال كې لس ميليارډ ډالره لګښت كوی هغه همداراز په فارس خليج كې دبهرنيو بیړيو شتون ته په اشارې سره ټينګار وكړ اسلامی ايران ته په جنګ او بیړيو سره ماته نشی وركول كيدلی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر هم دا راز وويل د نړۍ نننی مشكلات په حقيقت د ټولو ملتونو ګډه ستونزه ده او پر نړۍ واكمن نظام چې د دغو ډيرو ستونزو جرړه ده، ټول ملتونه ئې تر اغيز لاندې راوستی دی و د همدغه نظام په اساس او ورځينی راپورته شويو چوكاټونو له امله ده چې ځينی ځان ته دا اجازه و ركوی د نورو هيوادونو په ټاټوبو او شتمنيو تيری وكړی.
ښاغلی احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې نن سبا په نړيوال ډګر كې يو ه عمومی ویښتيا رامينځة كيدونكی ده زياته كړه، ضروری ده د بشری ټولنې توان او ذهن پر دغه لوئې قضیې متمركز شی.
د اسلامی ايران ولسمشر په نړۍ كې د سولې او امنيت ټينګيدا د انسانانو تر منیځ د عدالت، عشق او مينې د رامينځة كيدا سره تړلې وبلله او زياته ئې كړه تل پاتې سوله او د عدالت حقيقت هغه كسان پر نړۍ واكمن كولی شی چې وجود یې د انسانانو په نسبت له مينې او عشقه ډك وی.
1106394
captcha