IQNA

اوباما د ملګرو ملتو په سازمان كښې د ګستاخانه فلم په هكله خبرې كوی

22:00 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419805
بين المللی ډله: د امريكې جمهوررئيس باراك اوباما نن په نيويارك كښې د ملګروملتو د سازمان په عمومی اسامبله كښې د پيغمبراكرم(ص) د شخصيت په هكله د ګستاخانه اسلامی ضد فلم د خپريدو په سر په اسلامی نړۍ كښې د وروستيو ناآراميو په باب خبرې كوی.
د «Economic Times»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د امريكې د ملی امنيت د شورا وياند ټامی ویټر د خبريالانو په ټول كښې اعلان وكړ: دې ټكی ته په پام سره چې د ملګرو ملتو د سازمان عمومی اسمبلی په ټولو دورو كښې د امريكې جمهوررئيس ته دافرصت وركوی چې د نړۍ د حالاتو او د امريكې د مشرانو د نظرياتو په هكله خبرې وكړی، نو دے به په قطعی توګه په اسلامی نړۍ كښې د وروستيو ناآراميو او د عربی هيوادونو د بدلونونو په باب خبرې وكړی.
دۀ زياته كړه: اوباما چې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومی اسامبلې په ٦٧دوره كښې د ګډون كولو لپاره نيويارك ته روان شوے دے، په خپله وينا كښې لكه څنګه چې ئې په ځلونو وئيلی دی، دغه اسلامی ضد فلم وغندی خو په عين حال كښې به هغه تاؤتريخجن غبرګون هم چې د ځينو هيوادونو د مشرانو لخوا شوے دے، د نه منلو وبولی.
ویټر زياته كړه: د ايران ایټمی پروګرام هم هغه بله مهمه مسئله ده چې اوباما به ئې په اړه وينا وكړی. 1106679

captcha