IQNA

د برازيلی ښځو په اسنادو كښې د اسلامی پردې د استعمال اجازت وركړے شو

22:36 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419809
اجتماعی ډله: د برازيل حكومت د دغه هېواد د مسلمانو ښځو د اسنادو او مداركوپه تصويرونو كښې د اسلامی پردې لرونكو تصويرونو د لګولو اجازتنامه جاری كړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې د مختلفو سندونو او مدركونو په تصويرونو كې له اسلامی پردې او ستر څخه د استفادې اجازتنامه وړمه ورځ د تلې د مياشتې په دويمه نېټه جاری شوه او اوس مسلمانې ښځې او جينكۍ كولې شی په خپلو اسنادو او مداركو كې له پردې لرونكو تصويرونو څخه استفاده وكړی.
د برازيل حكومت د د غه هېواد د فوزډواېګواسو ښار د ښاروالۍ د مسئولانو په غوښتنه په قانونی توګه د دغه كار اجازت وكړ.
د ويلو ده چې له دې مخكښې د سائوبرناردوډوكامپو ښار د ټرېفك ادارې د ډرائېونګ په لائېسنس كښې د اسلامی پردې لرونكی تصوير د لګولو په اړه د دغه ښار د يوې مسلمانې ښځې درخواست نامنظور كړ او همدا موضوع د برازيل د مسلمانانو د ناراضګۍ او په دې باره كښې د مثبت سركاری حكم د جاری كېدو سبب شوه
1106391
captcha