IQNA

د فرانسوی ګستاخانه كارټونونو په خلاف احتجاج كوونكی آذربائيجانی مسلمانان ونيول شول

22:36 - September 25, 2012
د خبر لمبر: 2419810
سياسی ډله: په اذربائيجان كښې د فرانس د سفارت په وړاندې د خداے د ګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه كارټونونو په خپرېدو باندې ګڼ شمېر اذربائيجانی مسلمان احتجاج كوونكی ونيول شول
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د اذربائيجان جمهوريت اسلامی ګوند اعلان وكړ: د دغه هېواد پوليسو ځواكونو د حالاتو د كنټرولو لپاره په دغه مظاهره كې په ګډون كوونكو باندې حمله وكړه او له هغوی څخه یې ګڼ شېمر مسلمان مظاهركوونكی ونيول.
د آذربائيجان جمهوريت مسلمانانو پرون د تلې د مياشتې په دريمه نېټه په دغه هېواد كښې د فرانس د سفارتخانې په وړاندې د لا اله الاالله او محمد رسول الله او الله اكبر په نعرو په وهلو سره زبردستې مظاهرې وكړې.
مظاهره كوونكو په دې وروستو ورځو كښې په امريكا كښې د ګستاخانه فېلم جوړيدل او د فرانس په يوه مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه كارټونونو او تصويرونو خپرېدل سخت وغندل او د دغو شرمناكو اقداماتو د عاملانو د سزا كولو غوښتونكی شول.
د د ويلو د ه چې د آذربائيجان جمهوريت پوليسو تېره هفته هم په باكو ښار كښې د امريكې د سفارت په وړاندې د امريكائی –صهيونېسټی ګستاخانه فېلم په خلاف ګڼ شمېر احتجاج كوونكی ونيول او جېلونو كښې یې واچول.
1106376
captcha