د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش د مسلمانو محصلانو د قران د څلورمې دورې نړيوالې مقابلې د ترسره كوونكيو د درناوی پروګرام نن د تلی د مياشتې په پينځمه نیټۀ، د چهارشنبې په ورځ د هيواد د محصلانو د قرانی چارو په سازمان كښې د پوهنتون د جهاد برخې مشر محمد حسين يادرګاری، د پوهنتون د كلتوری جهاد برخې مرستيال علی رضا زجاجی او د دې دورې د مشر حجتالاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی، په ګډون سره ترسره شو.
د پروګرام په شورو كښې: د دې دورې د مشر حجتالاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی، د قران او معصومينو(ع) د حديثونو په رڼا كښې وويل چې د قران له خدمته بل لوی توفيق نشته.
هغه زياته كړه: په تبريز ښار كښې دې مقابلو دا اثر وكړ چې كورنۍ یې د خپلو ماشومانو د قران په لور بوتللو په فكر كښې كړې چې د شيطان له دسيسو بچ شی او په كږو لارو لاړ نه شی.
زجاجی دې خبرې ته په اشارې سره چې د دې مقابلو كمزورو ټكو ته بايد پام وشی، وويل: تر اوسه پورې د داسې څلور دورې مقابلې وشوې او دې كسانو سره هميشنۍ اړيكه ساتلو او كتابونو لیږلو سره يوه مكمل او منسجم نیټورك جوړيدې شی.
1107547