د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د huffingtonpost د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د سعودی عرب د بشری حقوقو د كاركنانو په قول د آل سعود رژيم امنيتی ځواكونو د تېر ګل په ورځ د الاحسا صوبې په العمران ښار كښې د دغه شيعه دينی عالم په كور باندې حمله وكړه او هغه یې ونيوۀ.
دغو فعالانو وويل: د حسېن الراضی نيونه په دې وروستيو وختونو كښې د الشرقيه سيمه كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف له مظاهرو جوړولو سره تعلق لری.
د سعودی عرب د كورنيو چارو د وزارت وياند منصور التركی له فرانس پرېس سره په مركه كښې د دغه شيعه دينی عالم له نيولوڅخه د بې خبره په څرګندولو سره وويل: زۀ له دغې چارې نه نۀ يم خبر خو داسې يو كار شوے هم وی نو د تفتيش په خاطر به شوے وی.
شېخ راضی له هغوی اويا تنو سعودی شيعه عالمانو څخه دے چې د يوې بيانیې په جاری كولو سره یې د خداے دګرانه رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف د سعودی عرب خلق احتجاجی مظاهرو ته رابللی وو.
د يادونې ده چې د الاحساء صوبې د العمران ښار او د قطيف شيعه مېشته صوبې ځينو نورو ښارونو او كليو خلقو په تېرو ورځو كښې د يو لړ مظاهرو په جوړولوسره د اسلامی د قدرمن پېغبر (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په غندلوسره د امريكې او زصهيونېسټ رژيم په خلاف د خپلې كركې او غصې څرګندونه وكړه.
1107305