د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د بلاروس جمهوريت مفتی اعظم وړمه ورځ د تلې د مياشتې په څلورمه نېټه وويل: په يوشمېر لويدیځی رسنيو كښې د اسلام او مسلمانانو په خلاف ظالمانه مبارزه شروع شوې ده.
هغۀ زياته كړه: نه يوازې له له اسلام او مسيحيت څخه بلكې له هر وړوكی او لوے دين څخه پكار نه دی اوزاری استفاده وشی او مسلمانان له هر دين څخه د ناوړه استفادې كولو په خلاف دی.
علی ورناوچ دې ته په اشارې سره چې په دې وروستيو كښې د بلاروس د ايزګودا مجلې چيفت ایډیټر الګېزېنډر اسد ويژكوف د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه كارټون د خپرولو په دليل په درې كاله قېد باندې محكوم شو او اوس د سزا خوړلو په حال كښې دے.نوپكار دی چې د امريكې د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خپرولو عاملان هم د بلاروس د دغه چيف ایډیټر په شان سز كړې شی.
دغه مفتی اعظم د امريكائی فېلم د تحريك كوونكی ، افراطی او ګستاخانه بللو سره دغه فېلم ته د لاس رسائی د مخنيوی او ورباندې د بنديز د لګولو په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
1107274