IQNA

7:25 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421094

د باكو د حكومت په اسلام دښمنه سياستونو باندې د آذربائيجان د مسلمانانو احتجاج

سياسی ډله: د آذربائيجان جمهوريت اسلامی ګوند د باكو د حكومت د اسلام دښمنه سياستونو په خلاف احتجاجی مظاهره كوی.

د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د آذربائيجان د اسلامی ګوند مركزی كونسل په غونډه كښې چې وړمه ورځ د تلې د مياشتې په څلورمه نېټه د دغه هېواد په پائېتخت باكو ښار كښې جوړه شوه د مركزی كونسل غړيو او كاركنانود دغه هېواد او نړۍ د سياسی حالاتو په څېړلو سره د آذربائيجان د حكومت د اسلامی دښمنه سياستونو په خلاف د مظاهرې جوړولو ته خپله امادګی اعلان كړه.
په دغه غونډه كښې د مركزی كونسل غړيو فېصله وكړه چې د خداے دګران پېغمبر (ص) او د اسلام د مبين دين د مقدساتو د توهين په خلاف د احتجاج كوونكو مسلمانانو د نيولواو د باكو د حكومت د نورو اسلام دښمنه سياستونو د غندلو په خاطر په راتلونكو ورځو كښې په باكو ښار كښې احتجاجی مظاهرې جوړې كړی.
په دغه غونډه كښې د خداے دګران رسول (ص) د مقدس شان او اسلامی مقدساتو په اړه د مغربی ملكونو په تېره بيا د امريكې او فرانس وروستۍ ګستاخۍ وغندلې.
1107284
captcha