IQNA

ايت الله خامنه ای: د ځان قربانی كول په ټولوډګرونو كې د كاميابۍ راز دے

7:35 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421172
سياسی او ټؤلنيزۀ ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای پرون د سپیڅلی دفاع د اونۍ او د شهيدانو او سرښيندونكو د ورځې د درنښت په مناسبت يو پيغام خپوركړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر له ويب پاڼې ېې نقلوی چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ددې پيغام په صادرولو سره شهيدان د جهاد فی سبيل الله د پړاؤ د ښكلاؤ او حيرانتياؤ د بيلګې په توګه ياد كړل او وې فرمايل، له ځانه تيريدا او سرښيندنه په ټولو ډګرونو كې د كاميابۍ راز دے.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه هغه كسان له ځانه تير شوی او قربانی ئې وركړې ده او خپل ملتونه ئې د عظمت او پرتم اوج ته رسولی دی، چې له خپل ځانه تير شوی وی او قربانيانې ېې كړې دی.
د ويلو ده چې د ستمبر ۲۱ نیټه د ايران په اسلامی جمهوريت د عراق د صدام بعثی رژيم د تپل شوی جنګ د پيليدا ورځ او د سپیڅلی دفاع د اونۍ پيليدا ده.
1108508

captcha