IQNA

د اسلامی ملګرتياؤ د مؤسسې خارجه وزيران نن بیړنۍ غونډه تر سره كوی

8:17 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421177
نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتياؤ د مؤسسې خارجه وزيران له اسلامی ضد حركتونو سره د مقابلې د لارو چارو د لټولو لپاره بیړنۍ غونډه تر سره كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری اژانس یې نقلوی چې د راپور له مخې د اسلامی ملګرتياؤ د مؤسسې خارجه وزيران نن، په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومی ټولنې تر څنګ د مسلمانانو پرضد له مخ په زياتيدونكې څپې سره د مقابلې لپاره يوې طرحې ته د رسيدو لپاره بیړنۍ غونډه تر سره كوی.
د اسلامی ملګرتياؤ مؤسسې سكرټریټ له دې وړاندې ويلی ؤ چې د امريكايی سپكونكې فلم موضوع د دغه مؤسسې د كلنۍ غونډې اجنډا كيدلای شی.
د اسلامی ملګرتياؤ د مؤسسې مشر اكمل الدين احسان اوغلو وويل، په دې ناسته كښې به ګډون كوونكې د اسلامی ضد خوځښتونو سره د مقابلې لپاره جامعو طرحو ته رسيدل وڅیړی.
هغه وويل د دغه سپكونكې امريكايی فلم له خپريدو وروسته یې، د امريكا خارجه وزيری ميرمن هيلاری كلنټن ته پيغام استولی او د عربی اتحادیې له عمومی منشی نبيل العربی او د اروپايی اتحادیې د بهرنې سياست له مسؤلې ميرمن كاترين شتون سره یې اړيكې ټينګې كړی دی.
http://irna.ir/fa/News/393522/

captcha