د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی دنن ورځې دجمعې لمانځه په خطبو كښې وويل د ايران داسلامی جمهوريت سپیڅلی نظام دعلمی اوپوځ قدرت په اوج كښې په دنيا كښې مطرح دی او دغه قدرت دنړۍ خلكو ته ثابت شوی دی.
ايت الله امامی كاشانی دغه راز دايران دملت پرضد دامريكا او لويدیځ يواړخيزه بايكاټونه دايران داسلامی جمهوريت نظام ته دګوزار وركولو لپاره دهغوې دسيسه وبلله او زياته یې كړه د ايران ژمن ملت به دتوليد او اقتصاد په چاره كښې په هڅې او ملاتړ سره دنړيوال استكبار دسيسې شنډې كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دوام كښې داسلامی امت او اسلام پرضد دنړيوال استكبار او دهغوې دملاتړو دسيسو ته په اشارې سره وويل اسلامی ملتونه او امت ددنيا په مختلفو سيمو كښې داستكبار په دسيسو پوه شوی دی او دهغوې شيطانی لاس به غوڅ كړی.
ايت الله امامی كاشانی داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد ص ته په لويدیځ او امريكا كښې له سپكاوی دډكو اقداماتو په غندلو سره وويل دښمانانو له اسلام څخه ګوزار خوړلی دی او له دې كبله هڅه كوی اسلامی امت او اسلام ته ګوزار وركړی چې وكولای شی خپلو سپيرو هدفونو ته ورسیږی خو هیڅ كله به بريالی نشی .
ايت الله كاشانی په سيمه كښې داسلامی ویښتيا پراختيا ته په اشارې سره وويل دښمانان ددغه ویښتيا له پراختيا څخه په ويره كښې دی او له دې كبله په خپلو سيمه ايزو ملاتړو سره داسلامی ویښتيا د كنټرول او هدايتولو هڅه كوی.
1108728