IQNA

امريكائی مېډيا په غرب كښې له اسلام نه د ويرونې د پروګرام اصلی چلوونكې ده- كېنېډائی شناندے

20:01 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421453
نړيواله ډله: د امريكې رسنې (مېډيا) په لويدیځ كښې له اسلام نه د ويرونې د بهير په خورولو كښې زيات اصلی كردار لری، دغه رسنې د امريكې او صهيونېزم د غليمانه سياستونو ملاتړې دی او نۀ يوازې له اسلام سره په مخالفت یې بسنه كړې ده بلكې د مسلمانانو په مقدساتو پورې یې ټوقې او مسخرې شروع كړی دی او د ختمولو كوشش یې كوی.
د كېنېډا يو شېعه شناندی او د دغه هېواد د اجتماعی خدماتو د تنظيم غړی منير چګپار د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: ډېره د افسوس خبره ده چې نن دامريكې په ټولنه كښې د اسلام په خلاف د حركتونو كتونكی يو؛ كه څه هم مسئول چارواكو په ظاهره د دغه فېلم غندنه كړې ده خو مسئله دا ده چې دغه چارواكی د دغو ډلو له اسلام نه د ويرونې د فعاليتونو د چلند خنډ شوی نۀ دی او د بيان د ازادۍ په بهانه یې هغوی ته د اسلام دښمنو فعاليتونو د ترسره كولو ازادی وركړې ده. او ورسره دوستی كوی.او مسلمانانو ته د دغو ګستاخيو په وړاندې د صبر تلقين كوی.
هغۀ وويل په كېنېیډا كښې هم د دغه ګستاخانه فېلم په خلاف مظاهرې وشوې او عجيبه دا چې په دغو زبردستو مظاهرو كښې يوازې مسلمانان نه بلكې د نورو دينونو پېروكار هم په ګڼ شمېر كښې شامل وو او د دغه ناروا اقدام په اړه یې د خپلې كركې او غصې اظهار وكړ.
اين كارشناس اقتصاد در توضيح پيامدهای چنين اقدامات موهنی تصريح كرد: شايد در كوتاه مدت، اين اقدامات ضد‌اسلامی موجب ايجاد انحرافاتی در اذهان گروهی از جامعه كه كوچكترين آشنايی با اسلام ندارند شود، اما در درازمدت نتيجه عكس خواهد داشت، تا آن‌جا كه ملت‌ها مشتاق می‌شوند تا با دين مبين اسلام آشنايی پيدا كنند.
هغۀ زياته كړه: د ستمبر له يولسمې نه پس ځينو خلقو دا خيال كوۀ چې اوس په امريكا او كېنېډا كې د مسلمانانو پوزيشن په خطر كښې پرېوزی خو د امريكائی او لويدیځو رسنيو د اسلام ضدو تبليغاتو او پروپېګېنډو باوجود د نورو دينونو په نسبب اسلام په امريكا او كېنېډا كښې مخ په پراختيا دے.
هغۀ د نړۍ مسلمانانو ته نصيحت وكړ چې د خداے د ګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف دې خپلو مظاهرو او اعتراضونو ته دوام وركړی خو په دغو مظاهرو كښې دې تاو تريخوالو او تشدد ته لار ورنكړی او څنګه چې به د رحمت اللعالمين حضرت محمد مصطفی (ص) له مخالفينو سره سلوك كوۀ له هغۀ نه دې درس واخلی.
هغۀ څرګنده كړه: په داسې حال كښې د امريكا د سيمې د ډېكټېټرو حكومتونو غټه حامی وه خو اوس د خپلو او صهيونېسټ رژيم د ګټو او مفاداتو د حفاظت او د دغو انقلابونو د منحرفولو لپاره ځان د عرب دنيا د انقلابونو او انقلابيانو ملاتړه ښئ.
هغۀ وويل: هغه بېداری چې په عربی نړۍ كښې د ملتونو ترمېنځ راغلې ده هم هغه شان بېداری په امريكا او لويدیځو هېوادونو كښې هم رامنځته شوې ده چې د وال سټریټ او ٩٩ فيصد د خلقو اعتراضات یې څرګنده نښه ده چې دغه انقلابونه به په مستقبل كښې د امريكې د هغې د انډيوالانو مستكبرانو ګرېوانونو ته ورسیږی.
1106341
captcha