IQNA

په دې كښې څه شك نه دی پكار چې د قران په لور د ځوانانو د راوستلو لار، د خدای د كلام تلاوت دی.

23:10 - September 29, 2012
د خبر لمبر: 2422320
د قرانی چارو ډله: په قرانی چارو كښې د ارشاد او كلتور د وزير ځای ناستی د "زما تلاوت" په نړيوال فيسټوال كښې دې يات ته په پام «یَتْلُو عَلَیْهِمْ آیَاتِهِ وَیُزَكِّيهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ»، وويل: په دې كښې څه شك نه دی پكار چې د قران په لور د ځوانانو د راوستلو لار، د خدای د كلام تلاوت دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په قرانی چارو كښې د ارشاد او كلتور د وزير ځای ناستی حجت‌الاسلام و المسلمين حميد محمدی، د "زما تلاوت" په نړيوال فيسټوال كښې، چې نن د تلی د مياشتې په اتمه نیټه د قران د راديو له خوا ترسره شو، په خپلې وينا كښې د دې فيسټوال له ترسره كوونكيو مننه وكړه او ویې غوښتل چې په راتلونكی وخت كښې به دا رنګ پروګرامونه دوام ولری.
هغه زياته كړه: دا فيسټوال غواړی چې په وروسته مرحلو كښې، خپل كار ته پراختيا وركړی او د صدا و سيما د مسولانو په مرسته په بيله توګه د قران د راديو د مرستياله په مرسته، د قران په هكله نور اغيزمن كارونه وشی.
د ويلو ده د تلاوت دا فيسټوال د نړيوالو قاريانو او د قران د استاذانو په ګډون سره همدارنګ د قران د راډيو مشرانو او نورو شبكو د مشرانو په ګډون سره صدا و سيما د سمينارونو په ځای كښې ترسره شو.
1109634
captcha