د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حكومتی اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې ښاغلی سردار احمد وحيدی د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ كې د صهونيسټ رژيم د لومړی وزير بنيامين نتن ياهو په څرګندونو كې د ايران د سوله ايزو ایټمی فعاليتونو لپاره د سرې كرښې د انځورولو په غبرګون كې زياته كړه صهونيسټ رژيم د سلګونو ایټمی خوليو او ډول ډول ډل وژونكو وسلو په درلودلو سره كلونه كیږی چې له سرې كرښې تير شوی دی او بايد ورسره چلند وشی.
د اسلامی ايران دفاع وزير سردار وحيدی ټينګار وكړ ايران تل له ټولو هيوادونو زيات د ایټمی وسلو پر ختمولو ټينګار كړی او د اين پی ټی تړون په چوكاټ كې په سوله ايزو ایټمی فعاليتونو پسې دی په داسې حال كې چې اسرائيل د ایټم بمونو د لرونكی په توګه نور هيوادونه په پوځی حملو ګواښی.
د ايران دفاع وزير هم دا راز په فارس خليج كې د امريكا وروستۍ مانوره يو تبليغاتی نمائش وبالهّ او زياته ئې كړه امريكا ادعا كړې وه چې په فارس خليج كې د ماينونو د شنډولو مانوره د څلویښتو هيوادونو په ګډون سره ترسره كیږی خو په دغې مانورې كې يوازې پنځّو هيوادونو ګډون درلود.
1109608