د ايران قرانی خبری ايجنسۍ (اېكنا) د اسلامی تعاون د تنظيم او ائی سی د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: احسان اوغلو د اسلامی تعاون د تنظيم د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غږملتيا په كلنه غونډه كښې چې پرون د تلې د مياشتې په ٧ نېټه په نيويارك كښې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د اوۀ شپېتمې غونډې په ترڅ كښې وشوه په دې مهم باندې تاكيد وكړ.
هغۀ د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا د 18/16 پرېكړ ليك ته په اشارې سره چې په ٢٠١١ كال كښې په متفقه توګه تصويب شو،وويل: دغه پرېكړ ليك د دينی نفرت د ترويج لپاره هر هغه اقدام چې د تبعيض، دښمنۍ يا تشدد او تاوتريخوالی سبب كیږی كه هغه د دين په خلاف د يو مضمون دچاپ كولو له لارې وی يا د آډيو او وېډيو او الېكټرانيكی رسنيو يا له نورو اوزارو څخه د استفادې له لارې وی غندی.
احسان اوغلو په دوام كښې وويل: هغه څه چې نن یې ضرورت دے د اسلامی هيوادونو دځواكونو راغونډول او له دغه اسلام دښمنې څپې سره دمقابلې لپاره په يوې بشپړه او توانمنې سټراټيجۍ باندې د هغوی سنبالول دی.
هغۀ په دوام كښې د اسلام په خلاف د وروستيو ګستاخيو او د هغو په خلاف د رامنځته شويو له تشدد نه د ډكو اقداماتو په غندلو سره وويل: د دغو ټول مشكلاتو جرړې په جهالت كښې دی او ددغه جهالت د ختمولو د حل لارې واګی د رسنيو او تربيت د ډګر دفعالانو په لاسو كښې دی.
1109433