د ايران د قراني خبري اژانس ايکنا په ګزارش، په امريكا كې د اسلام د ګران پيغمبر ص شان ته د سپكونكی فيلم له خپريدو وروسته د نړۍ د مسلمانانو كركه او غوسه راوپاريده او دغه لړۍ لاهم دوام لری. په سلګونو لبنانی مېرمنو په بېروت كې د ملګرو ملتونو ددفتر مخې ته د لاريونونو په كولو سره د اسلام د ګران پيغمبر ص شان ته په سپكاوی كې د امريكا او فرانسې اقدامات وغندل په دې مراسمو كې ګډونوالو په لبنان كې د ملګرو ملتونو استازی ته اعتراضی ليك وركړ او الهی دينونو او نبيانو ته سپكاوی یې وغانده. د يوبل خبر له مخې د هند د عالمانو د شورا عمومی مشر، د پيغمبر اكرم ص شان ته د سپكوونكی امريكايی – صهيونيسټی فيلم سخته غندنه وكړه او ددې فيلم د جوړولو عواملو ته یې د نړيوالو قوانينو له مخې د سختې سزا وركولو غوښتنه وكړه. د يوبل خبر له مخې د اتوپيا دولت هم د الهی دينونو په چارو كې لاسوهنه پيل كړې او له اسلام څخه د يوې ځانګړې ليد توګې د تپلو لپاره پر هڅو تورن دی. ددغه هېواد په زرګونو مسلمانان د اتوپيا ددولت د سياستونو پرضد لاريون وكړ. د اتوپيا ددولت د سياستونو پروړاندې ددې هېواد د مسلمانانو اعتراضونه له كابو ۹ مياشتو راپه دې خوا پيل شوی دی.
1110587