IQNA

اسلامی وحدت د مسلمانانو د عزت، كرامت او سعادت ترټولو مهم عامل دے

22:47 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423139
نړيواله ډله: د مذهبونو ترمېنځ نزدېكت، اوبالاخره په حقيقی معنې سره اسلامی وحدت ته رسېدل د مسلمانانو د معنوی او مادی سعادت، عزت او كرامت د تحقق لپاره عامل دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د برطانیې د اسلامی مركز د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی مذهبونو ترمېنځ د نزدېكت شپږم نړيوال كانفرنس سېكتر ډاكټر علی الاوسی د دې مطلب د اعلانولو په ترڅ كښې وويل: په اسلامی نړۍ كښې د اسلامی مذهبونو ترمېنځ د نزديكت او د نړۍ د مسلمانانو له هرڅه زيات وحدت د اهميت په دليل په تېره بيا په اوسنۍ زمانه كښې چې د نړيوالې اسلامی بېدارۍ د رامنځته كېدو مسئله هم مطرح ده د اسلامی مذهبونو ترمېنځ د نزديكت د په شان كانفرنسونو جوړول د برطانیې د اسلامی مركز له اهدافو او دندوڅخه ګڼل كیږی او د اسلامی امت د وحدت او نزدېكت د زمينو رامنځته كول په حقيقت كښې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په تېره بيا د اسلامی متفكرانو او پوهانو په غاړه دی او كس د خپل وس مطابق پكار دی د دغه ارزښتناك ارمان د پوره كولو په لار كښې كوشش او تلاش وكړی.
هغۀ زياته كړه د مذهبونو ترمېنځ نزدېكت، اوبالاخره په حقيقی معنې سره اسلامی وحدت ته رسېدل د مسلمانانو د معنوی او مادی سعادت، عزت او كرامت د تحقق لپاره عامل دے.
د يادونې ده چې د اسلامی مذهبونو ترمېنځ دنزديكت شپږم نړيوال كانفرنس د پروګرام مطابق پرون د تلې د مياشتې په اتمه نېټه د لبيك يا رسول الله (ص) په نعرو او ګډ اجتماعی ژوند ته په رسېدو كښې د نزدېكت دكلتور رول په عنوان او له مصر، انګلستان، لبنان، الجزاير، عراق، مراكش، فرانسه، پاكستان، هند، يمن، اسټرېليا، ايران، سعودی او بحرين څخه د لوړ رتبه عالمانو پوهانو او متكفرانو په ګډون سره پېل شو
1109200
captcha