IQNA

د مسلمانانو بدرنګه انځور ښودل د احتجاجونو له منعكس كولو څخه د لويدیځو رسنيو اصلی هدف دے

22:47 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423143
نړيواله ډله: غربی رسنې (مېډيا) د امريكائی او صهيونېسټی ګټو او غوښتنو په لټه كښې دی او هغه څه چې د خپلو مقدساتو د توهين په وړاندې د اسلامی نړۍ د احتجاجی غبرګون څخه ښئ له مسلمانانو څخه د بدرنګه او جنګ لټونكی تصوير نه بغېر بل څه نه دی.
د سينګال جرنلسټ او ليكوال ابوبكر دياسی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: په نننۍ نړۍ كښې رسنې (مېډيا) د دنيا د واقعاتو د حقيقی انعكاس لپاره زيات مهم كردار لری.خو هغه څه چې نن یې د رسنيو لخوا كتونكی يو هم هغه همېشنۍ رويه ده؛ دغه رسنې د مخكښې په شان د مستكبرانو د اهدافو په خدمت كښې دی او امريكائی او صهيونېسټی ګټې لټوی او اصل قضيه اپوټه ښئ او هغه څه چې د خپلو مقدساتو د توهين په وړاندې د اسلامی نړۍ د احتجاجی غبرګون څخه ښئ له مسلمانانو څخه د بدرنګه او جنګ لټونكی تصوير نه بغېر بل څه نه دی.
هغۀ زياته كړه شايد د هغو زرګونو جلوسونو او مظاهرو ترمېنځ چې په دنيا كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف وشوې يوازې څو محدود مورده او هغه هم د يوې خاصې ډلې د ناوړه استفادې په وجه له تاوتريخوالی سره مخامخې شوې خو هغه تصوير چې غربی رسنې یې له دغو مظاهرو څخه منعكس كوی يوازې او يوازې تشدد او دمسلمانانو ترمېنځ جنګ، نښتې او وژلې دی.
هغۀ په اخېر د بيان د ازادۍ په بهانه د خداے د ګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د امريكائی ګستاخانه فېلم جوړولواو ښودلو او په فرانس كښې د ګستاخانه كارټونو خپرولو ته په اشارې سره وويل: پكار دی د دغو هېوادونو له واكمنانو او عاملانو نه پوښتنه وكړو چې دا څنګه د بيان ازادی ده چې نړيوال او انسانی ارزښتونه ترپښو لاندې كوی او يوازې د يوې خاصې طبقې د ګټو او مفاداتو په تكل كښې دی. دغه اعمال څه ډول د بشری حقوقو له اصولو سره توجيه كولې شو. البته دا هغه پوښتنې دی چې د دنيا روشنفكران یې هیڅكله د امريكائی او صهيونېسټی واكمنانو لخوا د ځواب په لټه كښې نۀ دی.
1109120
captcha