د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د aps د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د دغو تحقيقاتو د نتيجو له مخې چې د سوانزی نومې پوهنتون لخوا خپرې شوې دی په تېر ٢٠١١ ميلادی كال كښې تقريباً ٥٢٠٠ انګرېزانو د اسلام مبين دين قبول كړے دے چې له دغو كسانو څخه ٧٥ فيصده ښځې دی.
د شمېرنو دغه شننه چې د(( په اقليت كښې يو اقليت)) ترعنوان لاندې خپره شوې ده ښودنه كوی چې په تېرو لسوكلونو كښې تقريباً يولك برطانوی ښاريز اسلام ته راوړېدلی دی چې څلورمه برخه یې ښځې دی.
د دغو تحيققاتو مسئولې كوئين بريس وويل: نتائج په تېرو لسو كالو كښې د مسلمان شويو كسان د نظر وړ پراختيا ښودنه كوی.
په دغو تحقيقاتو كښې همدارنګ د نويو مسلمان شويو كسانو مشكلاتو او مسائلو ته اشاره شوې ده چې دغو كسانو تر ټولو وړومبے او مهم مشكل له كورنۍ نه شروع كیږی چې له رنګ رنګ مشكلاتو سره مخامخ كیږی.
د دغو تازه مسلمان شويو كسانو چې په خپلو تحقيقاتو او مطالعو سره مسلمانان شوی دی يو بل مشكل د هغوی د هدايت او تربيت لپاره د يو خپلواكه او منظم مركز نه شتون دےاو له بلې خوا هغه مختلفې تبليغی ډلې دی چې د اسلام په اپوټه عقائدو او لارو چارو سره په دغه هېواد كښې بوختې دی.
1109058