IQNA

په پاكستان كښې د شيعه شهيدانو له كورنيو څخه قدرونه

21:43 - October 01, 2012
د خبر لمبر: 2423920
اجتماعی ډله: د پاكستان په سكردو ښار كښې د لندن د ((هدايت)) ټيلی ويژنی چېنل لخوا د دغه ښار د شهيدانو د كورنيو د قدرونې مراسم وشول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه مراسم د تېر خالی په ورځ د تلې د مياشتې په اتمه نېټه وشول. د دغه ښار د جامعه زهرا (س) مدرسې مسئول او د دغه ښار د جومات امام علامه محمد حسن نجفی، د هدايت اسلامی چېنل ډائرېكټر جاويد سيد او د پاكستان د شمالی سيمو د شهيدانو كورنيو په دغو مراسمو كښې ګډون وكړ.
په دغوو مراسمو كښې د لندن د هدايت اسلامی چېنل مدير وويل: د قدرونې د دغو مراسمو جوړول او د عزتمنو شهيدانو كورنيو ته د قدرونې د لوحو او تحفو وركول په دغو دردناكو واقعاتو كښې له هغوی سره ملګرتيا او ګډون دے او دا زمونږ خوش قسمتی ده چې د شهيدانو له كورنيو سره د ملاقات او خبرو اترو كولو توفيق مو پېدا كړ.
د ويول ده چې دغه كسان د شيعه والی په دليل د اسلام اباد ګلګت او كراچی ګلګت په لارو كښې د دهشتګردو په لاسو شهيدان شوی وو.
1110824
captcha