د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د oic د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر سبا د تلې د مياشتې په يولسمه نېټه فرانس ته سفر كوی چې هلته دفرانس د بهرنيو چارو له وزير لوران فابيوس او د دغه له نورو لوړرتبه چارواكو سره ليدل كتل وكړی.
هغه به دغو كتنو كښې د اسلا په خلاف د اقداماتو په تېره بيا په فرانسوی مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د چاپ شويو كارټونونو، د برما د مسلمانانو د حالت، د شام د كورنی كړكېچ،اود فلسطين په مقبوضه زمكوكښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو په اړه په اړه د دغه هېواد له چارواكو سره خبرې اترې وكړی.
1110839