IQNA

په غزه كښې د اشارې په ژبه دقران شريف د ترجمې وړومبنے سافټ وئير جوړ شو

21:40 - October 01, 2012
د خبر لمبر: 2423926
نړيواله ډله:د فلسطين د تعليم وزير په غزه كښې د اشارې په ژبه دقران شريف د ترجمې دوړومبنی سافټ وئير له جوړېدو څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د فلسطين د تعليم وزير اسامه المزينی وړمه ورځ د تلې د مياشتې په اتمه نېټه دكڼو او كم اورېدونكو كسانو د استفادې لپاره د فلسطينی ماهرانو په لاس د اشارې په ژبه د كلام الله مجيد د ترجمې د وړومبنی سافټ وئير له جوړېدو څخه خبر وركړ، او وې ويل: د دغه كلتوری او تربيتی اثر مخ كتنه به ډېره زر وشی.
هغه زياته كړه: دغه سافټ وئير د اعلی تعليم د وزارت په همت او د ((كم اورېدونكو او كم ليدونكو كسانو راتلونكے)) نومې انجمن او ((قران كور)) انجمن په ملګرتيا سره تيار كړے شوے دے.
د دغه رپوټ له مخې نوموړے سافټ وئېر د قران شريف د دېرشو پارو په ډی وی ډيانو مشتمل دے چې د تلاوت د خپرېدو په وخت ژپاړونكے كس د كڼو كسانو لپاره قران شريف د مباركو ايتونو معنې بيانوی.
1110290
captcha