د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار داطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د حزب الله د اجرائی شورا د مشر مرستيال شېخ تبيل قاووق په يولړ مراسمو كښې چې وړمه ورځ د تلې دمياشتې په اتمه نېټه د الاقصی د انتفاضې د شروع كېدو د دولسې كليزې د شروع كېدو په مناسبت او د فلسلطين د مقاومت د ملاتړ د كمېټۍ په اهتمام سره د بيروت په ((الجنان)) هال كښې جوړ شول د دې مطلب په اعلانولو سره وويل: كه يوه ورځ فلسطين د مسلمانانو اصلی او محوری مسئله نه وی نو دا به د اسلامی امت لپاره يو ډېر لوے مصيبت وی.
هغۀ تاكيد وكړ: په فلسطين كښې د مقدساتو توهين او بې حرمتۍ د الاقصی د انتفاضې د جوړېدو سبب شوې او فلسطينی ماشومانو د كاڼو په ويشتلو سره داسې انډولونه ايجاد كړل چې د عرب فوځونه د هغوپه ترسره كولو كښې ناكامه پاتې شول او ځينې وختونه يو شهادت غوښتونكے فلسطينی داسې يو كار ترسره كوی چې ټول عربی او اسلامی كانفرنسونه یې له ترسره كولو څخه عاجز دی.
قاووق په دوام كښې څرګنده كړه: له بده مرغه عربان يو داسې كس ته ضرورت لری چې هغوی ته دا يادونه وكړی چې امريكا د فلسطين د خلكو د ټولو مصيبتونو او زرګونو بېګناه فلسطينيانو د وينې بيولو اصلی ذمه واره ده.
هغۀ د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې د شام حالاتو ته اشاره وكړه او وې ويل: عربی هېوادونه د شام په خلاف چې يو عربی ملك دے په لكونو ډالره خرچ كوی له دې نه غافله دی چې اصلی دښمن یې صهيونېسټ رژيم دے او پكار دی د هغۀ په خلاف يو ځاے شی.
هغه په اخېر كښې تاكيد وكړ چې هر څومره سياسی او تبليغاتی دباوونه وجود ولری حزب الله د فلسطين د خلكو ملاتړ دے اوتل به له دغو مظلومو خلقو سره اوږه په اوږه ولاړ وی.
1110083