IQNA

په دنيا كښې د حقيقی اسلام په باره كښې اګاه كونه د علماؤ فريضه ده

21:36 - October 01, 2012
د خبر لمبر: 2423931
نړيواله ډله: د يوكرائن مفتی اعظم او د مسلمانانو د چارو د دينی ادارې مشر سعيد اسماعيل اف په دويم نړيوال كانفرنس كښې چې د دغه هېواد ډونټسك صوبې په ملی پوهنتون كښې جوړ شو په نړۍ كښې د حقيقی اسلام په باره كښې د علماؤاو مفكرانو د بېدارونې په فريضې باندې تاكيد وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې اسماعيل اف په دغه كانفرنس كښې وروستيو نړيوالو مشكلاتو او پېښو په تېره بيا د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه فېلم او كارټونونو خپرولو ته په اشارې سره وويل: د علماؤ او مفكرانو فريضه د اسلام د مبين دين او د قدرمن پېغمبر (ص) او د مسلمانانو د سترو دينی دودونو په اړه د دروغو معلوماتو له وړاندې كولو څخه مخنيوے دے.
په دغه غونډه كښې د دغه هېواد د اسلامی مركز مرستيال او د اسلامی مطالعاتو لوړربته محقق وياچسلاوشوېډ، دينی كارپېژاندو اوخطيبانو ګډون وكړ او د اروپا او يوكرائن د اسلامی تنظيمونو، په دغه هېواد كښې د اسلام او اسلام پېژندنې موضوع ګانو په باره كښې یې وېناګانې وكړې.
د ويلوده چې دغه نړيوال كانفرنس د يوكرائن دمسلمانانو د چارو د ادارې او ددغه هېواد د دينی تحقيقاتو او نړيوالو تعلقاتو د مركز په ملګرتيا سره د تلې د مياشتې په اومه نېټه وشو.
1109951
captcha