د ايران د خيرښیګړې د سازمان فرهنګی مدير حجت الاسلام والمسلمين علی پهلوان د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې دغه ټكی ته په اشارې سره ووئيل: د ټولنې د روانی سلامتيا په رامينځته كولو او لوړولو كښې د زيارت د رول په هكله علمی سمپوزيم د خيرښیګړې د سازمان د برنامو او فعاليتونو لپاره د علمی اډانې د رامينځته كولو په موخه ترسره كیږی چې په ټولنه باندې د هغۀ د نتايجو په اساس د سازمان هدف پلان كړو.
پهلوان په دغه علمی سمپوزيم كښې د مينه والو د ګډون امكان ته په اشارې سره ووئيل: هغه ټول علامه مندان چې د ټولنې د نفسياتی او روانی سلامتيا په رامينځته كولو او لوړولو كښې ئې د زيارت د رول موضوع څیړلې او هغه كسان چې تراوسه پورې ئې په كانفرنس كښې د ګډون كولو لپاره په همدې عنوان سره مقالې رالیږلې وې، په دغه سمپوزيم كښې ګډون كولې شی.
1110797